د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون وویل، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه، چې د کورونا ویروس سره د مبارزې پروژه به تر ۲۰۲۴ کال پورې تمویلوي، خو په خبره یې له تېرو پنځو میاشتو راهېسې آن د دغې پروژې د روغتیایي کارکوونکو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.
عامې روغتیا وزارت ویلي، له تېرو ۱۵ ورځو راهېسې د کرونا مرکزونو او روغتونونو دروازې تړل شوي، خو د چارواکو په ویناهڅه یې کړې، چې روغتونونه خلاص وي او درمل او مواد ور ورسوو
روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ، چې هېواد کې ۵۸ کسان تازه د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د روغتیایي چارواکو د مالوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې پر کوېډ ۱۹ ناروغۍ ۱۵۶ زره او ۶۱۰ کسان اخته شوي دي.