په کابل کې د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۲۲ مه» د افغانستان د ورزشي خبريالانو تر منځ دولس اوریزه دوستانه سیالي ترسره شوه.
دغه دولس اوریزه سیالۍ د افغانستان کرېکټ او ورزشي خبریالانو له خوا تنظیم شوې وه او کابل کې د کرېکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د دې سیالۍ لوبغاړي هغه خبریالان دي،چې له کابل سربېره په ګڼو ولایتونو کې یې د ورزش برخه کې فعالیتونه تر سره کړي او دوام ورکوي.
ورزشي خبریال هارون آشنا وايي:«موږ تېر کال هم سيالي تر سره کړې وه او اوس مو هم تر سره کړه. ډېر زيات خوشاله يو، دغه شان سیالي نورهم زموږ او دوی تر منځ انډيوالي او د رسنيزې برخې اړيکې لام ځواکمنې کوي.»
ورزشي خبریال حامد احمدزی وايي:« دا چې په هېواد کې له وروستیو ناخوالو وروسته په لومړي ځل د خبريالانو تر منځ د کرېکټ سيالي وشوه، يوه ډېره ښه دوستانه سیالي وه،د فکر بدلون له پاره. په دې هېله،چې د کرېکټ بورډ له لورې د خبريالانو تر منځ دغه ډول سيالۍ پر لاره واچول شي.»
ځنې نور ورزشي خبريالان بيا وايي،د خبريالانو تر منځ دغه ډول راټولېدنه،په رسنیزه برخه کې د همکارۍ لامل کېږي او د ورته نورو دوستانه سیالیو غوښتنه لري.
ورزشي خبریال فضل ارمان وايي:« که څه هم ځنې ملګري مو پېژندل،يو بل سره خو، ډېر په کې نوي ول، نو دغه سيالۍ په دې خاطر ښه وه،چې له يو بل سره لېدنه او پېژندلګوي رسنیز ډګر کې ډېره مرسته کوي او په ځانګړي ډول اوس وخت کې.»
کرېکټ څارونکی شیر الله شاکر وايي:« د خبریالانو لپاره دغه ډول يو فرصت جوړول، د افغانستان کرېکټ بورډ او خبریالانو تر منځ همېشه دغه تړون دوامداره وي، نه یوازې چې دا لومړی ځل دی، بلکې تر دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ غوښتي دي،چې د خبریالانو لپاره دغه ډول يو فرصت جوړ کړي.»
د يادې لوبې تنظيمونکي وايي،د هېواد په اوسنيو شرايطو کې چې خبريالان له ډېرو ننګونو سره مخ دي،دا یې مناسبه وګنله،چې د خبریالانو د پام بدلېدو او نظرونو شريکېدو لپاره دغه ډول سيالي جوړه کړي.
د لوبې تنظيموونکی سميع الله پام وايي:«دغه سيالي چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو تر منځ جوړې شوي، هدف يې دا وو،چې افغان ورزشي خبريالانو ته يو ډول تفرېح برابره شي او له کرېکټ سره لا ښه بلد شي، تر څو د کريکټ اړوند سالم انتقادونه وکړي.»
د ورزشي خبريالانو تر منځ دا لومړی ځل نه دی،چې د کرېکټ دوستانه سیالي ترسره کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په مرکز او ولایتونو کې د افغان خبریالانو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ ترسره شوې دي.