د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي،چې په دغې ولسوالۍ کې روغتیايي چوپړتیاوې پرنشت حساب دي،چې له امله یې ډېر سخت ناروغان، میندې او ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
دوی وايې که څه هم چې اوبې کې روغتیايي مرکزونه او روغتیاپالان شته،خو د امکاناتو د نه شتون له امله نشي کولای،د خلکو ستونزې حل کړي .
د اوبې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« روغتیاپالان لرو، امکانات نه لرو. دلته د وګړو شمیر ډېر دی، خو امکانات نه لرو.»
د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکي وايې،ؤ د روغتیا ترڅنګ د کرنې، اوبو رسونې، ښاروالۍ، ټولګټو پروژو او نورو برخوکې هم بي برخې پاته دي.
دوی وايې،د پوهنې په برخه کې هم ښوونکو له تېرو څو میاشتو راهېسې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي او په خبره یې دغې چارې ښوونیز بهیر ټکنی کړی دی.
د اوبې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ښوونځي فعاله دي،خو ډېر سست دي، ښوونکي چې تنخوا ونه لري هغه درس ته لیوالتیا نه لري. زده کوونکی چې ښوونکی ونه لري،هغه چیري ښوونځي ته راځي. دا کار دوه طرفه دی، ښوونکی چې تنخوا وانخلي هغه اړ دی،چې ولاړ شي نور کارونه وکړي،ترڅو خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»
وړاندې د عامه خدمتونو د نه رسولو لامل د امنیت نه شتون و،خو اوس چې دا ننګونه نه شته، نو خلک غوښتنه کوي،چې اسلامي امارت دي د دوی د ستونزو حل په برخه کې اقدام وکړي.
ځايي چارواکي هم د خلکو له ستونزو خبر دي خو د حل ژمنه يې کوي .
د اوبې ولسوال احسان الله فیضاني وايي:« د نجونو لپاره ترشپږم ټولګي پوري فعاله دي، ترڅو چې تر دولسم ټولګي پوري ریاست هدایت وکړي، هغوی به دې ته هم یوه لاره جوړه کړي. هرڅومره چې اسانتیاوي رامنځته شي، دا د دې لامل ګرځي،چې زموږ خلک له ستونزو سره مخ نه شي. په دې برخه کې هم موږ لازمه پاملرنه کوو.»
د اوبې ولسوالۍ ترڅنګ د هرات په ډېری لرو پرتو سیمو کې ښځینه روغتیاپالانې او روغتیایي کارکونکې هم کمې دي، چې دې روغتیایي چوپړتیاوې اغیزمنې کړي دي.