د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله پنځمه لوبه پرون له نیوزيلنډ سره وکړه، چې په اتو ویکټو سره یې لوبه خپلې سیالې لوبډلې ته پرېښوده.
د لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه.
نجیب ځدران د ۷۳ منډو په تر سره کولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف ټاکلی و.
نیوزيلنډ یاد هدف د لوبې په اتلسم اور کې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او الف ګروپ کې یې له پاکستان سره لومړی ځای ونیوه.
نیمه پایلوبه کې به پاکستان-اسټرلیا، انګلستان او نیوزيلنډ د یو بل پر وړاندې لوبې کوي.