سیاسي فعال ډاکټر داوود میره کی وايي:« ایا ناسته د دې لپاره جوړ شوې،چې یو ډول د افغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره کار وشي او که همداسې وي،چې د هند د ناستې موخه همدا وي،نو باید ورته پلان جوړ شي او ستراتیژي ورته برابره شي او په کې د هندوستان هیلې هم په نظر کې ونیول شي او د دې لپاره باید یو ټیم جوړ شوي او کار پرې وکړي.»
هندي رسنیو خبر ورکړی دی،چې دهند په ناسته کې به د سیمې هېوادونو لوړپوړي چارواکي برخه واخلي او د افغانستان په وروستیو تحولاتو به بحث او خبرې وکړي،خو پاکستان په دغه ناسته کې خپل ګډون رد کړی او اسلامي امارت ته تر اوسه پورې بلنه نه ده ورکړل شوې.
چین هم لا تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی، ایران او روسیې بیا په ناسته کې د ګډون سر ښورولی دی .
له دې وړاندې په مسکو او تهران کې هم د افغانستان په تړاو ناستې جوړې شوې وې،خو څرګندې پایلې یې نه دي ورکړي.