لرغون پوه صالح محمد خليق وايي:« د يوه ملت د فرهنګي او تاريخي هويت د ژوندي ساتلو لپاره د لرغونو اثارو او تاريخي آبدو ساتنه اړینه ده. د نړۍ ټول هېوادونو دې برخې ته پاملرنه کوي او موږ هم بايد ورته پام وکړو.»
اخوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر ذبیح الله نوراني بیا وايي، له اغاخان بنسټ او يونیسکو سره یې پر ګډه هڅې پيل کړي، ترڅو هغه لرغوني اثار خوندي کړي، چې دمګړی د نابودۍ تر ګواښ لاندې دي.
نوراني زیاته کړه:« کوم لرغوني اثار او ځايونه، چې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي، په ډېر لنډ وخت کې به له اغا خان بنسټ او يونسکو سره پر ګډه د هغو د بيارغونې او خوندي کولو لپاره کار شروع کړو.»
نوراني له عامو خلکو هم غواړي، چې د بلخ په لرې پرتو سيمو کې دې د لرغونو اثارو او تاريخي ځايونو ساتنې ته په مسوولانه ډول پام وکړي.
بلخ کې د لرغونو ځايونو په درلودو سره، چې عمر يې له درېیوو تر پنځه زره کلونو رسېږي، د افغانستان مهم او تاريخي ولايت ګڼل کېږي.