لومړی توپوهنه افغان لوبډلې وکړه او په پنځه ویکټو یې مخالفې ډلې ته ۱۶۱ منډې هدف وټاکه.
افغان توپ وهونکي محمد شهزاد ۳۵، حضرت الله ځاځي ۳۳، محمد نبي ۳۲ او اصغر افغان ۳۱ منډې وکړې.
دا په سږني نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه وه، چې دوه یې ګټلي او یوه لوبه یې بایللې ده.
نمیبیا خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې او دا یې په روانو سیالیو کې دویمه لوبه وه.
افغانستان به خپلو پاتې دوو لوبو کې له هند او نیوزیلنډ سره مخ کېږي.