د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبې ټاس وګټلو او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، خو پيل یې ښه نه و.
افغانستان د بیټینګ په شلو اوورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه، خو د پاکستان لوبډلې په ۱۹ اورونو کې ټاکلي هدف ته ورسېدله.
راشد خان د تېرې شپې په لوبه کې خپله سلمه ویکټه واخیسته او د خپل هېواد لپاره یې یو بل ریکارډ ثبت کړ.
په روان نړیوال شل اوریزه جام کې پاکستان تراوسه درې سیالۍ کړي او درې واړه یې ګټلي، خو افغانستان تراوسه دوه سیالۍ کړي، چې یوه یې په لوی توپیر ګټلې او دویمه سیالۍ یې پرون شپه پاکستان ته وبایلله.
د افغان لوبډلې بله لوبه به د یکشنبې پر ورځ د لړم په ۹مه نېټه د نامیبیا له لوبډلې سره د ابوظبۍ د کرکټ په لوبغالي کې وي.