پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د جګړو له امله په وروستیو دوو کالونو کې شااوخوا ۵ میلیونه کسان او تېرو شپږ میاشتو کې بیا ۶۰ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د یاد وزارت اداري مشر شیر احمد فیضي وايي، حکومت له دې شمېر يوازې تېره مياشت له ۲۰ زرو کورنيو سره مرسته کړې.
فیضي زیاته کړه:« وروستۍ يوه مياشت کې ۳۲ زره کورنۍ بېځايه شوي،چې ۲۰ زرو کورنيو سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرسته کړې.»
فیضي وايي، وروستۍ يوې مياشت کې چې جګړې زور اخېستی دی، په منځنۍ توګه هره ورځ زر کورنۍ له يوې سيمې بلې ته کډه شوي دي.
بل پلو د جنګ له وېرې پلازمېنې کابل ته راکډه شوي کورنۍ وايي، خپل څاروي او ډک کورونه يې همداسې پرېښي او يوازې يې خپل سر خوندي کړی.
بې ځايه شوی:« له هرې خوا مرمۍ ورېدې، څاروي مو همداسې پرېښودل يا مو خرڅ کړل، یوازې مو خپل سرونه خوندي کړي.»
بې ځایه شوې مېرمن:« هېڅ نلرو، کور کې د شپې لپاره خوراک نلرو، وضعيت سخت دی، د جنګ له کبله مو ښه ژوند پرېښی دی.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت پلازمېنه کې دوو زرو کورنيو سره د دوه بوجيو غنمو، يوې بوجۍ وريجې او ۱۸ لېتره غوړيو مرسته وکړه.
د کابل ولايت مرستيال عبدالرحيم زيرک وايي:« دوی خپل ښه ژوند د جګړې له کبله پرېښی او کابل ته راغلي په دې تمه چې دلته به مو يو هېوادوال لاسنيوی کوي.»
داخلي بېځايه شوي په ۲۷ ولايتونو کې له خپلو کورونو بېځایه شوي،چې ډېری يې په سختو حالاتو کې شپې او ورځې سبا کوي.
وروستۍ جګړه چې وسله وال طالبان او حکومت په کې د ولسواليو د سقوط او بېرته نيولو راپورونه ورکوي،عام خلک يې درنه بيه پرې کوي.