Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت: دوو کالونو کې ۵ میلیونه افغانان بې ځایه شوي

admin by admin
2021/07/14

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د جګړو له امله په وروستیو دوو کالونو کې شااوخوا ۵ میلیونه کسان  او تېرو شپږ میاشتو کې بیا ۶۰ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د یاد وزارت اداري مشر شیر احمد فیضي وايي، حکومت له دې شمېر يوازې تېره مياشت له ۲۰ زرو کورنيو سره مرسته کړې.

فیضي زیاته کړه:« وروستۍ يوه مياشت کې ۳۲ زره کورنۍ بېځايه شوي،چې ۲۰ زرو کورنيو سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرسته کړې.»

فیضي وايي، وروستۍ يوې مياشت کې چې جګړې زور اخېستی دی، په منځنۍ توګه هره ورځ زر کورنۍ له يوې سيمې بلې ته کډه شوي دي.

بل پلو د جنګ له وېرې پلازمېنې کابل ته راکډه شوي کورنۍ وايي، خپل څاروي او ډک کورونه يې همداسې پرېښي او يوازې يې خپل سر خوندي کړی.

بې ځايه شوی:« له هرې خوا مرمۍ ورېدې، څاروي مو همداسې پرېښودل يا مو خرڅ کړل، یوازې مو خپل سرونه خوندي کړي.»

بې ځایه شوې مېرمن:« هېڅ نلرو، کور کې د شپې لپاره خوراک نلرو، وضعيت سخت دی، د جنګ له کبله مو ښه ژوند پرېښی دی.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت پلازمېنه کې دوو زرو کورنيو سره د دوه بوجيو غنمو، يوې بوجۍ وريجې او ۱۸ لېتره غوړيو مرسته وکړه.

د کابل ولايت مرستيال عبدالرحيم زيرک وايي:« دوی خپل ښه ژوند د جګړې له کبله پرېښی او کابل ته راغلي په دې تمه چې دلته به مو يو هېوادوال لاسنيوی کوي.»

داخلي بېځايه شوي په ۲۷ ولايتونو کې له خپلو کورونو  بېځایه شوي،چې ډېری يې په سختو حالاتو کې شپې او ورځې  سبا کوي.

وروستۍ جګړه چې وسله ‌وال طالبان او حکومت په کې د ولسواليو د سقوط او بېرته نيولو راپورونه ورکوي،عام خلک يې درنه بيه پرې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو
افغانستان

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

فبروري 26, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل
افغانستان

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

فبروري 26, 2026
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي
افغانستان

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

فبروري 26, 2026
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي
افغانستان

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

فبروري 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist