که څه هم تر اوسه یواځې ۳ هېوادونو په رسمي توګه منلې، چې له ټاکلې نیټې مخکې یې له افغانستانه خپل سرتېري اېستلي، خو اسوشیټیډ پرس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د دوی موندنې ښیي، چې ډېری اروپایي هېوادونو په پټه خپل سرتېري له افغانستانه ایستلي دي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ویلي، ځکه چې دا چاره د ناټو او امریکا له لوري د ټاکل شوې نیټې سره په ټکر کې ده، نو ډیری هېوادونو دا چاره په پټه کړې ده.
په ټوله کې ټاکل شوې، چې د سیپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې په افغانستان کې مېشت ټول بهرني ځواکونه ووځي.