د فراه ولایت شیخ اوبونصرفراهي اسټیډیوم کې سلګونه، ځوانان، دیني عالمان او مدني فعالان راټول شوي او له نظام او امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ وکړ.
دیني عالم مولوی امیرجان وايي: « هغه کسان، چې نن په کورونو کې ناست دي، که مجاهد دی، که علماء دي، نن باید راووځي، توره لري، که توپک لري، یا بل هرڅه لري، په اوږه دې کړي، را دې شي، د خپل نظام تر شاه دې ودرېږي او له خپل نظامه دې ساتنه وکړي.»
دوی د هېواد پرنورو ولسونو هم ږغ وکړ، چې د نظام او حکومت په ملاتړ راووځي او خپل غږ پورته کړي .
دوی ټېنګار وکړ،چې شته بنسټونه باید وساتل شي او هغوی چې د ورانولو نیت یې لري، باید مخه یې ونیول شي.
مدني فعال عبدالجبار جبران وايي:« د یوه ځوان او یوه ښاروند په توګه نن دلته راغلم، ترڅو د افغانستان له اسلامي جمهوري دولته او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړم.»
د فراه والي مسعودي بختور بیا د ولسونو دغه حرکت ستايي او ټېنګار کوي، چې د اړتیا پر وخت به ورته امکانات په واک کې ورکړي .
بختور زیاته کړه:« دا د دې ښارندویي کوي، چې ولس اوس هم د نظام ملاتړی دی. د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ترڅنګ ولاړ دي. تاسو ګورئ، چې په بېلابېلو ولایتونو کې ملي پاڅونونه کېږي. دا د دې ښوونه کوي، چې زموږ ولس د خپل دولت او حکومت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي دي.»
د فراه ځايي خلک وايي، ګاونډي هېوادونه نه غواړي،چې افغانستان کې دایمي سوله او ثبات راشي .
دوی پر خلکو غږ وکړ،چې د سولې او دایمي ثبات راتلو لپاره خپل غږ پورته کړي.