د حکومت رسنیو دفتر مشر دوا خان مینه پال وايي٬ افغان حکومت به له هغو ولایتي پوځي مسولینو سره قانوني چلند وکړي،چې د سرتېرو په اکمالاتو کې یې ناغېړي کړې ده.
مینه پال زیاته کړه:« دا د ولایتي پوځي مسوولینو کار دی،چې اکمالات پر وخت وکړي. که څېرته دوی پر خپل کار کې ناغېړي کوي، بې له شکه چې له هغوی سره به قانوني چلند کېږي.»
د طالبانو د تازه پرمختګونو یو لامل هغو کلابندو سرتېرو ته پر وخت د مرستو نه رسول په ګوته کېږي،چې له میاشتو یې د هوا او ځمکې لارې څارلې.
مینه پال مني،چې افغان ځواکونه په یو شمېر سیمو کي کلا بند دي،خو تمه لري چې د هوايي ځواک په رسیدو به دا ستونزه حل شي.
مینه پال زیاته کړه:« د الوتکو دا وروستۍ جوپه چې امریکا یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته کوي، راورسېږي، په دې سره به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وکولائ شي،چې د طالبانو جګړه مهار کړي. هغه ولسوالۍ چې کلابندې دي، هلته چې زموږ سرتېري کلابند دي، وژغوري. »
افغان حکومت د طالبانو وروستيو بریدونو بیا د سیاسي او اقتصادي بریدونو نوم ورکوي چې په خبره یې غواړي له دې لارې پر حکومت او ولس فشارونه راولي.
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي هغه لامل دی،چې د افغان ځواکونو اکمال لړۍ یې اغیزمنه کړې ده.
د ولسي جرګې غړی نیاز ولي مسلم وايي: « د امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي نه شته. که څېرې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ترمنځ ښه همغږي وی، دغه حالت به نه راته. »
افغان حکومت پر کور دننه د ولسي پاڅون کوونکو په ملتیا غواړي، د طالبانو بریدونه مهار کړي.
دا لړۍ د هېواد بېلا بېلو ولایتونو ته غځیدلې او تر یوه بریده یې مثبته پایله ورکړې.