د هرات امنیه قومندان سید معراج الدین سادات وايې، وسله والو طالبانو پرون شپه غوښتل د غوریان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټر بم برید ترسره کړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړل شوی دی.
معراج الدین سادات وايي، برید کې یوسرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د طالبانو ډله يېز برید په شا تمبولی او اوس سیمه کې حالت عادي دی
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا وايې، د موټر بم برید موخه د ولسوالۍ مقام و، چې موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري چاودنه ورکول شوې ده.
فرهاد وايي، برید کې یوسرتېري وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې شااوخوا ۲۰ طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.