د هرات کرنې ریاست سپرست بشیر احمد احمدي وايي، دې ولایت کې د شاتو موچیو روزنې صنعت شااوخوا ۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې احمدي وايي، سږکال به په دغه ولایت کې تر ۲۰۰ ټنو ډېر شات راټول شي،چې دا د تېر کال پرتله زیاتوالی ښیې.
احمدي زیاته کړه: «خوشبختانه په هرات کې ورځ تر بلې د موچیو روزنې صنعت د ودې په حال کې دی.»
هغه وايي، تمه لري،چې سږکال به دې ولایت کې د تېرکال پرتله حاصل ډېرش سلنه ډېر شي.
بل پلو د هرات یو شمېر کروندګر بیا نیوکه کوي،چې له بهره د مشابه توکو وارداتو د کورنیو تولیداتو بازار خراب کړی دی.
د ګذرې ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر غلام محبوب زیارتجايي وايي: « کال په کال د شاتو له کار سره د خلکو لېوالتیا ډېرېږي.خو متاسفانه، غیري میعاري شات له بهره راځي.
موږ هغه شات چې هرات کې تولېد کوو، نه شي کولائ، چې له هغو سره په بازار کې سیالي وکړي. »
دوی کورني تولیدات او حاصلات د بهرنیو هغو پرتله معیاري او غوره بولي.
د هرات سیمه یز چارواکي هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.
د هرات کرنې ریاست مسوولین وايي، د ښار شااوخوا سیمو سربیره ګذره، انجیل، کروخ او زنده جان هغه ولسوالۍ دي،چې ډېر شات په کې ترلاسه کېږي.
په دې ولایت کې د یو کیلو شاتو بیه له ۶۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو پورې ده.