د هرات په غوریان او کسهان ولسوالیو کې د نن سهار راهیسي د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوي دي او لاهم دوام لري.
ځايي اوسېدونکي وايي، د نن سهار راهیسي دواړه خواوې د غوریان ولسوالۍ بازار کې پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
دوی وايي، جګړه اوس هم روانه ده، چې ملکي خلکو ته هم پکې مالي زیانونه اوښتي دي.
د دې ترڅنګ د کهسان ولسوالۍ په قدوس آباد او اسلام کلاه ښارګوټي کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، قدوس آباد سیمې ته کمانډو ځواکونه رسېدلي، چې تردې مهاله ۵ طالبان وژل شوي او ۳ حکومتي سرتېري او ۷ طالبان ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، وسله وال د خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کاراخلي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.