د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دوه ورځیني رسمي سفر روسیې ته تللی دی.
د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، حمدالله محب به له روسي چارواکو سره په لېدنو کې د کابل او مسکو پر دوه اړخېزو اړیکو، ګډو امنیتي همکاریو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې محب به په دې سفر کې له روسي چارواکو سره د سولې په اړه هم خبرې اترې ولري.
محب داسې مهال روسیې په سفر ځي، چې هېواد کې د جګړې ښکیلو اړخونو ترمنځ جګړو زور اخېستی او یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.