د کرنیزو محصوالاتو پراختیا صندق او د کډوالو چارو وزارت ترمنځ هغو راستنو شويو افغانانو ته د پور ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو،چې د کرنیزو محصولاتو د ځنځیري ارزښتونو په لوړولو کې کافي تجربه لري او غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي.
دیاد صندق مشر وايي، په پام کې لري چې، یادو کسانو ته به ۲.۲ میلیارده افغانۍ پور ورکړي.
ایمل ارمان زیاته کړه: « موږ به تر راتلونکي پنځو کلونو پورې هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه ۲۲.۴ ملیارده افغانۍ پور ورکړو، ترڅو د هېواد کرنیز نظام هم معیاري او هم محصولات زیات شي.»
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال شېر عالم املوال وايي، د پور د ترلاسه کولو لپاره به هغه افغانان معرفي کړي،چې په دې سکتور کې تجروبه او په افغانستان کې د کار کولو لیوالتیا لري.
املوال زیاته کړه:« موږه پو هېږو،ډېر هېوادوال مو،چې بېرته راستانه کېږي،هغه ټول د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخو کې په لوړه کچه ظرفیت لري، نو د پور په تر لاسه کولو سره به يي ستونزې حل او تولید زیات شي.»
مسوولین وايي، په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان د کرنیزې ودې صندق، بزګرانو ته څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ پور ورکړی،چې محصولاتو کې یې نږدې ۲۱ سلنه زیاتوالی راوستی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال شېرشاه امیري وايي: « د کرنيز نظام پراختیا د هېواد پر کچه خورا مهم دي او دا مو په هېواد کې ستر اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کولائ شي. موږ هڅه کوو،چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او معیاري کیدو زمینه براخه کړو.»
اقتصاد پوهان دغه اقدام ستاسي او غوښتنه کوي،چې، د افغانستان د کرنې د ملاتړ صندق مسوولین دې هغو کارخونو ته لوړ پورونه ورکړي،چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د معیاري پروسس ظرفیت لري.