د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال د امریکا دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ د ۸۸ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغې له امله ومړ.
د ډونالډ رمسفيلډ کورنۍ هم په رسمي توګه منلې، چې نوموړی نيو مکزيکو کې تېره ورځ مړ شوی دی.
د امريکا حکومت او د رمسفيلډ کورنۍ دا نه دي ويلي، چې نوموړی له کومې ناروغۍ مړ شوی دی.
رمسفيلډ، چې د پخواني ولسمشر جورج بوش واکمنۍ پر مهال دفاع وزير و، د نوموړي مړينه يې ضايعه ګڼلې او هغه يې يو وطن دوسته شخصيت ياد کړی دی.
رمسفيلډ له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ کال پورې د امريکا دفاع وزير په توګه دنده تر سره کړې وه.