سرچینې وايي، پرون شپه وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ امنیه قومانداۍ او د ملي امنیت پر ودانیو بریدونه کړي، چې پایله کې یې د یادې ولسوالۍ ودانۍ یوځل بیا د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د درود پله پر سره ملي اردو لویه قرار ګاه هم د طالبانوته تسلیم شوې وه.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایې ۸۰ سرتېري او په زیاته اندازه وسلې هم د دوی لاسته ورغلي دي.
د ګرشک ولسوالۍ د ودانۍ د ا دوهم ځل دی چې طالبان یې نیسي.
حکومت او طالبانو تراوسه د ګرشک ولسوالۍ نیول کېدو په تړا و په رسمي توګه څه نه دي ویلي.