د هلمند لښکرګاه ښار کې یو شمېر ځوانانو د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د وسله والو طالبانو پر ضد وسله پورته کړه.
پاڅونکونکي د لښکرګاه ښار واټونو ته را وتلي او د طالبانو پرضد یې د جګړې اعلان وکړ.
پاڅون کوونکي وایي، افغان ځواکونو سره به د سر او مال په بیه د خپلي خاورې ساتنه وکړي او د هر هغه چا پر وړاندې به ودریږي، چې وطن ورانوي.