د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي، دغه کارخونې د پانګونې هوډ لري،خو د ځمکو نه شتون له امله یې پانګونه نه ده کړې او په خبره یې اوس به پرې په اته صنعتي پارکونو کې ځمکې ووېشل شي.
احمدي وایي، د کارخونو په غوښتنه او هېواد کې د پانګونې جذب په موخه یې دغه پرېکړه کړې.
احمدي زیاته کړه: « د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اوس مهال ۸ صنعتي پارکونه تولېدي او صنعتي کارخونو ته د ځمکو وېش ته چمتو دي. خوشبختانه تازه د ۵۱ نمرو اسناد بشپړ شوي او تولېدي کارخونو ته تسلیم شوي دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ټولو په کور دننه او بهرنیو پانګه والو ته اسانتېاوې برابرې کړي دي. »
بل پلو یو شمېر اقتصاد پوهان د حکومت له لوري صنعتي پارکونو کې کارخونو ته د ځمکو ورکړې اقدام ستایي او غوښتنه یې دا ده، چې حکومت دې د څه مودې لپاره پانګه والو ته مالیات معاف او قوانین دې اسانه کړي.
د اقتصادي چارو پوه وحیدالله غازي خېل وايي: « د پانګه والو له پاره دې قوانین اسانه کړي. مالیات دې د یو څو کالو لپاره ترې نه اخلي. دوی باید وهڅوي. هغه څه چې د حکومت له خوا دوی ته باید برابر شي، لکه اوبه، برېښنا، قوانین او ژر ژر دې ترې راپور نه غواړي. پانګه والو ته پکار ته ده،چې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي او بیو ته یې ډېره پاملرنه وکړي. دا د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز کوي او هېواد ته به واردات ورسرره کم شي. دې ته اوس ډېره اړتېا ده. »
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې سوداګرو او پانګوالو ته د هېواد اته صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش پرېکړه کړې،چې ډېری فعاله صنعتي پارکونو کې لاهم پانګه وال د برېښنا کمښت، تولیدي توکو ته د بازار موندنې او صادراتو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.