د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرهان پرون له خپل امريکايي سیال انټوني بلېنکن سره د جي شل هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو غونډې په څنډه کې لیدلي دي.
د واشنګټن او رياض د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو پر پياوړتيا راڅرخېدې.
دواړو خواوو همدا راز ټينګار کړی، چې د هېوادونو ترمنځ به يې سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې اړيکې پياوړې کړي.
د جي شل هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د ناستې په حاشيه کې رياض او واشنګټن ويلي، چې په منځني ختيځ هېوادونو کې د ايران لاسوهنو د مخنيوي په موخه بايد همکارۍ او همغږي زياته شي.
فرهان او بلېنکن همدا راز ويلي، چې د ايران له لوري ملاتړ کوونکو حوثي وسله والو مالي سرچينې بايد وچې شي، ځکه د نړۍ او سيمې امنيت لپاره يو ګواښ دي.