په کابل کې د ودونو تالارونو ټولنې مسوولینو د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرداری ورکړ،چې د راتلونکې اوونۍ تر پایه به خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
د یادې ټولنې مرستیال بېژن وايي، د روغتیا وزارت له لوري وضع شویو محدودیتونو ورته میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی دی.
بېژن زیاته کړه: « د ودونو تالارونه د روان ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۹ نیټه د روغتیايي سپارښتونو په مراعت سره بېرته خپل فعالیت ته دوام ورکوي.»
سره له دې چې عامې روغتیا وزارت په ټولو هغو ځایونو د فعالیت د بندیز پرېکړه کړې وه،چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته وه او د کورونا وبا د خپرېدو چانس پکې ډېر و، خو دا ټولنه یې په دوه ګوني چلند تورنوي او وايي، پرېکړه یې عادلانه او سرتاسري نه ده.
پر عامې روغتیا وزارت داسې مهال نیوکې او فشارونه زیاتې شوي،چې رهبري یې د کورونا وبا پر مدیریت تمرکز کوي او هڅه کوي، د دې محدودیتونو په مرسته یې ګواښ راکم کړي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند مېروس علیزی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰۱ کسان پر کورونا وبا اخته شوي او ۷۷ کسان ترې مړه شوي دي.
علیزي زیاته کړه:« په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ زره ۷۹۹ مشکوک کسان د کورونا ناروغۍ له پاره د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لابراتورونو کې ټیسټ شوي، له ډلې یې ۱۵۰۱ کسان مثبت شوي دي. له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۱۸ زرو ۶۵۹ ته ورسېد. په یاده موده کې ۸۱۱ کسان بېرته روغ شوي او متاسفانه ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
دا یوازې د هوټلونو ټولنه نه ده،چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر وضع شويو محدودیتونو یې نیوکه کړې،بلکې د دوشنبې په ورځ د یو شمېر خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو مسوولینو روغتیا وزارت ته خبرداری ورکړ،چې کرنتین ماتوي او د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصوي.
عامې روغتیا وزارت هم تائیدوي چې د وضع شویو محدودیتونو له امله له سخت فشار سره مخ دی،چې په دې برخه کې یې د یوې کمېټې د جوړېدو خبره کړې او وايي، د اوونۍ تر پایه به یې د زده کړو د مرکزونو او تړل شویو صنفونو په تړاو پرېکړه نهایي کړي.