په کابل کې د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل شینواري د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې شااوخوا ۱۶۰۰ عملیات کړي دي.
په ورته وخت کې شینواری وايي، د دغو عملیاتو پر مهال له ۶ زرو ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او څه باندې ۳ زره نور ټپيان شوي دي.
د شینواري په خبره، په وژل شویو وسله والو طالبانو کې ۳۳ او په ټپيانوکې یې ۹ تنه پاکستاني اتباع شامل دي.
شینواري زیاته کړه:« د طالبانو یوازې ۶ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي. ۳ زره او ۴۸۵ نور ټپیان شوي دي. وژل شویو طالبانو کې ۳۳ تنه او په ټپيانو کې ۹ تنه یې پاکستاني دي. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو ۶ زندانونه هم نیولي دي.»
په وروستیو جګړو کې یو شمېر ولسوالۍ د حکومت له واکه ووتې او د وسله والو طالبانو لاسته ولوېدلې.
د ملي دفاع وزارت په دې اړه وايي، د سرتېرو د مرګ ژوبلې مخنیوي او د عامو خلکو خوندیتوب په خاطر یې یو شمېر امنیتي پوستې او بېزونه پرېښې او اوس یې بېرته د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي: « موږ د خپلو ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي او همدا راز د عامو خلکو تلفاتو مخنیوي په موخه یو شمېر سیمو کې شاتګونه درلودل یا پرېښودل شوي دي. د همدې برنامې پر اساس زموږ موجه دلیل د خپلو ځواکنو د تلفاتو مخنیوی او د عامو خلکو مخنیوی دی. که چېرې موږ بیا ځلې هغو سیمو ته ورځو، په قدرت او لوړ توان سره ورځو.»
بل خوا د سېمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وایي، په تېر یوه کال کې د دوامدارو جګړو له امله د یو مېلیارد ډالرو په لګښت عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.
د یادې ادارې ویانده نرګس مومند وايي، سلګونه حکومتي ادارې او عامه المنفعه ودانۍ هم وروستیو جګړو کې له منځه تللي دي.
طالبانو تر اوسه پورې د دغو ادعاوو په اړه څه نه دې ویلي،خو لا هم ادعا کوي،چې لسګونه ولسوالۍ يې په واک کې دي او د ملي دفاع وزارت هغه ادعا یې له وړاندې رد کړې،چې ځینې ولسوالۍ یې ترې بېرته نیولې دي.