وسله والو تېره شپه د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ سخته جګړه او درې موټر بمونه کړي او د ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې ده.
سرچینه وايي، د موټر بمونو پر مهال ګڼو پولیسو او ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د یو شمېر نورو د مرګ او ژوند درک نشته.
سرچینې زیاته کړې، چې د ولسوالۍ د تخریب او سقوط وروسته امنیتي ځواکونه د بابا خلیل په نوم یوې غونډۍ کې ځای پر ځای شوي، خو طالبانو د تسلیمۍ لپاره سپین ږېري ور استولي
وسله والو طالبانو هم ادعا کړې، چي ولسوالۍ یې سقوط کړې ده
د کندهار معروف، غورک او میوند ولسوالۍ تر دې مخکي پرېښودل شوي او سقوط شوي وې.