د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره شپه امنیتي ځواکونو د پکتیکا خوشامند او سروبي ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي، چې پایله کې یې د پاکستاني وګړو په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.
د مومند په وینا، یادو عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو نیولي دي.
طالبانو تراوسه دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.