یوې معتبرې سرچینې شمشاد ته وویل، چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ سقوط شویو سیمو د بیا نیولو لپاره عملیات پیل کړل.
د سرچینې په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې یو شمېر سیمې له طالبانو بېرته ونیول شوې.
خو سرچینې وایي، چې پرون ماذدیکر ناوخته طالبانو بیا پر تصفیه شویو سیمو بریدونه وکړل.
د سرچینې په خبره، د طالبانو برید کې د میمنې ښار پنځه کیلومترۍ، بلوچ نادر کلي کې ۲۷ تنه امنیتي ځواکونه طالبانو لومړی محاصره او بیا یې ژوندي ونیول.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش تاییدوي، چې تېره ورځ یې یو شمېر سیمې له طالبانو بېرته نیولي دي، خو نوموړي نور جزیات ور نه کړل.