د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پلازمېنه دوشبنه کې له خپل قرغزستاني سیال صدر جباروف سره لېدنه کړې.
د تاجکستان حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، لېدنه کې دواړو مشرانو د دوه اړخېزه اړېکو پر پیاوړتیا خبري کړي دي.
دغه راز خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، جباروف او ورسره پلاوی به یې دوه ورځې په دوشنبه کې وي،چېرته چې په لوړه کچه غونډې جوړېږي.
د دواړو ولسمشرانو لېدنه داسې مهال ترسره کېږي،چې د دواړو هېوادونو اړېکې په وروستیو څو میاشتو کې خړې پړې شوې وې.
د اپرېل او می تر منځ د درېیو ورځو په مخه په پوله کې د دواړو هېوادونو ځواکونو خونړۍ نښتې وکړې،چې له ۵۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.