د اوسپنې ویلي کولو کارخونو ټولنې د یوې خبرې ناستې پر مهال په مالیې وزارت نیوکه وکړه،چې د بېلابېلو هېوادونو زرګونه ټنه ګول سیخ پرته له محصول او مالیې هېواد ته واردېږي او په خبره یې د دوی کار یې له سقوط سره مخ کړی دی.
دغې ټولنې خبرداری ورکړ، که هېواد ته له بهره د ګول سیخ قاچاق مخنیوی ونه شي خپلې کارخونې به وتړي.
د اوسپنې ویلي کولو ټولنې مشر پروېز حاجي زاده وايي:« زرګونه ټنه ګول سیخ د افغانستان د ګمروکونو له لارې په قاچاقي ډول راځي او هېڅ ډول مالیه حکومت ته نه ورکوي چې د اوسپنې قاچاق به د دې لامل شي،چې د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو کارخونې به وتړل شي.»
پر قاچاق سربېره د دې ټولنې بله نیوکه دا وه،چې وروستیو دوه میاشتو کې د برېښنا له کمښت او پارچوۍ سره مخ شوي، کار یې سخت شوی او ډېری کارخونې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د اوسپنې اوبو کولو ټولنې غړی عصمت الله وردګ وايي:« موږ یوازي په کارخونو کي دوه ساعته بریښنا لرو،چې دا د دې لامل کېږي،چي زموږ د اوسپنې اوبه کولو کارخونې سقوط شي،ځکه سلګونه کسان له موږ سره کار کوي.»
د مالیې وزارت بیا ګمرکونو کې د سیخ ګول قاچاق نه تائيدوي او نه هم ردوي، خو زیاتوي چې په لویو ښارونو کې یې د اوسپنې قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي او ترڅنګ یې په ګمروکونو کې د اوسپنې د ویلي کولو د کارخونو یو یو استازی هم د نظارت په برخه کې ګومارل دی.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وايي:« د مالیې وزارت د هېواد په لویو ښارونو کي د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدمات کړي دي او له ګمروکونو څخه د سیخ ګول او د اوسپنې د قاچاق د مخنیوي لپاره د اوسپنې د اوبه کولو فابریکو یو یو استازی هم ټاکلی دی.»
د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو ټولنې د مالوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د اوسپنې ویلي کولو شااوخوا ۵۰ کارخونې فعالیت کوي، چې شااوخوا ۵۰۰ میلیونه ډآلر پانګونه پرې شوې او ۵۰۰۰ کسان په کې پر کار بوخت دي.