د بلخ امنیه قومندانۍ وایي، چې کلدار ولسوالۍ یې په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې کلدار ولسوالۍ له دوه ورځنیو پوځي عملیاتو وروسته په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، یاده ولسوالۍ کې دفاعي پوستې هم ځای پر ځای شوي دي.
چارواکي وایي، په دې سره یې د حیرتان بندر ته متوجه ګواښونه هم له منځه تللي دي.