Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: راتلوونکې اوونۍ به ښوونېز مرکزونه بېرته پرانېستل شي

admin by admin
2021/06/28

د یاد وزارت مرستیال ویاند مېروس علیزی وايي، په پنځه اوونۍ وضع شوي کرنتین یې د کورونا وبا د خپرېدو مخنیوی کړی او د نوي پلان له مخې به راتلونکې اوونۍ ښوونیز مرکزونه بېرته پرانیزي.

علیزی وايي، د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو له خوا پر وزارت  فشارونه دي،چې د کرنتین موده دې بیا نه تمدېدوي او ښوونیزو مرکزونو کې د حضوري زده کړو ته اجازه ورکړي.

علیزي زیاته کړه:« د دغو طرحو  په رڼا کې که چېري خصوصي سکټور وکولای شي، چې کوم موارد چې روغتیايي لارښوونې دي، هغه په خپلو اړوندو نهادونو عملي کړي  له هغې وروسته به  محدودیت لري کېږي او پوهنتونونه او ښوونځي به بېرته  پرانېستل کیږي.»

په همدې حال کې یو شمېر زده کړیالانو هم نیوکې کړي،چې په خصوصي پوهنتونونو کې د انلاین زده کړو بهیر غیر منظم دی، فېس ترې پوره اخېستل کېږي،خو د تدریس بڼه یې ډېره ورو ده.

د خصوصي پوهنتون یو تن زدکړیال وايي: « فیس تقریبا بشپړ اخلي او درسونه نېمه دي ، سم درس نشته، یوازې کورنۍ دنده راکوي او یوازي سمستر تېروي.»

د خصوصي پوهنتون یو بل تن زدکړیال بیا داسې وايي: «  برعکس فیسونه په خپل وخت اخلي که چېري زدکړیال خپل فیس ورنه کړي پوهنتون کې د هغه آی ډی بلاکېږي او ازموېنې  ته نه پرېښودل کېږي،ځکه زدکړیالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

خو د لوړو زده کوړو وزارت بیا وایي، د زده کړو مرکزونو ته یې د انلاین تدرېس پلانونه ورکړي او له پلان سره سم پرمخ ځي.

د یاد وزارت ویاند حامد عبیدي  وايي: « اوس درسونه په آنلاین ډول  دوام لري او لوړو زده کړو وزارت پلان لري،چې دغه سیستم باندې لاهم کار وکړي.»

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې،د زده کړو مرکزونو په تړلو سره یې تر ډېره د کورونا وبا د درېیمې څپې د خپرېدو مخنیوي کړی او راتلونکې اوونۍ به ښوونیز مرکزونه د یوې نوې طرحې پرانیزي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي
افغانستان

فبروري 10, 2026
د هلمند دولتي چارواکو ولس ته د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

د ایران او امریکا مذاکرات؛ ایراني چارواکي وايي درناوي ته درناوی کوي، خو د زور ژبه نه مني
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist