د امینه قوماندانۍ ویاند شایق شورش وايي،د تګاب په ولسوالۍ کې پرون مازیګر ناوخته د واده پر مراسمو د هاوان مرمۍ لګیدلې،چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، لومړی د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه،چې له امله یې د هاوان یوه مرمۍ په یوه کور،چې د واده مراسم په کې روان وو، ولګېدله.
د نوموړي په خبره،چې په دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
شورش وایي،د هاوان دا مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې، خو طالبانو بیا تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











