د ویتنام دولتي رسنیو راپور ور کړی چې هېواد کې یې د کورونا وبا داسې بڼه کشف شوې چې اټکل کېږي د هندي او برتانوي بڼې څخه ترکیب شوې وي.
د دې هېواد روغتیايي چارواکو ویلي چې په دې نوې بڼه وایروس کې د کورونا وایروس د هندي او برتانوي دواړو بڼو ځانګړنې هم لیدل شوي دي.
د دې هېواد یوې ځایي رسنۍ د راپور له مخې، د روغتیا وزیر ویلي چې د وایروس یاده بڼه یې د وبا ناروغانو څخه ترلاسه شوي وایروس باندې د جنېتیکي ازمېښتونو څخه موندلې ده.
چارواکو دغه راز ویلي چې هلته د وبا نوې څپه د همدې نوې کشف شوې بڼې اړوند ده.
د کورونا وبا دواړه هندي او برتانوي بڼې د پخوانیو هغو په پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په وېتنام کې تر اوسه په رسمي ډول د کورونا وبا نږدې ۶۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۴۷ کسان ترې مړه شوي دي.











