عارف الله عارف نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند نیاز بیګ سیمه کې وژل شوی دی.
پولیس وايي، د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالیسي رییس، عارف الله عارف نن سهار هغه مهال د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی چې له له کوره د دندې پر لور روان و.
پولیس وايي، د وسله والو په ډزو کې یو کس ټپي شوی هم دی.











