د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ په بازار کې د تېلو یوه ټانکر اور اخیستی چې له امله یې یو تن مړ شوی او اته دوکانونه سوځېدلي دي.
د قیصار ولسوال سید عبدالباقي هاشمي شمشاد ته وویل چې د تېلو دغه ټانکر د تخلیه کېدو پر مهال اور اخیستی.
هغه زیاته کړه چې د اورلګېدنې له امله یو تن مړ شوی او تر څنګ یې اته دوکانونه هم سوځېدلي دي.
ولسوال که څه هم د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د اورلګېدنې له امله هټیوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي.











