د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی به ډېر ژر دوحې ته ستون او پر ټپه ولاړ مذاکرات به بېرته پیل شي.
عبدالله نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت د خبرو له لارې د روان تاوترېخوالي پای غواړي او ټول تمرکز یې پر مذاکراتو دی.
دغه راز عبدالله ویلي،د حکومت له مرکچي پلاوي له غړو سره یې هم پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړي.
عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کوي،چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له پرانېستلو بیا تر دا مهاله په کې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.
ټاکل شوې وه،د امریکا متحده ایالتو پر وړاندیز د افغانستان سولې په اړه د استانبول ناسته د ترکیې او قطر په کوربتوب د اپرېل پر ۱۶مه د لسو ورځو لپاره پیل شوې وای، هم ځنډېدلې ده.
طالبانو تیره مېلادي میاشت وویل، د دغې ناستې جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي او په همدې خاطر په کې ګډون نه کوي.











