لاریون چې پرون ماذدیګر د امریکا پلازمېنه کې ترسره شو، زرګونه خلکو د اسراییلو خلاف شعارونه ورکړل او له امریکا یې وغوښتل چې پر اسراییلو خپلې مرستې بندې کړي.
لاریونوالو وویل چې دوی به د ټولو هغو سیاسیونو په مخالفت کې ودرېږي چې اسراییلو ته د وسلو د ورکړې ملاتړي دي.
لاریون کوونکو دغه راز خبرداری ورکړ چې که کومه سیاسي څېره د دوی له مخالفت سره سره هم اسراییلو ته د وسلو د ور کړې ملاتړ وکړي دوی به په راتلونکي کې رایې ور نه کړي.
دا لاریون داسې مهال کېږي چې په روانه میاشت کې د حماس او اسرایلو تر منځ یوولس ورځې نښتې وشوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵۳ تنه فلسطینیان ووژل شول او له ۱۹۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.











