د سي اېن اېن د راپور له مخې، امریکايي چارواکو ویلي چې د دې هېواد ټېنیسي ایالت د ناشوېلي ښار په یوه جهیل کې د کوچنۍ الوتکې راغورځېدو پېښه کې ښايي اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی وي.
چارواکو د دې اوو کسانو د نومونو لېست هم شریک کړی دی.
د فدرالي هوايي ادارې ویاندې، ارلیني سالاک ویلي چې یاده الوتکه د پرسي پرایسټ جهیل کې غورځېدلې ده.
د ناشوېلي ښار د رادرفورډ سیمې د عامه اړیکو مشر ویلي چې پېښه هغه مهال را منځ ته شوې چې یادې الوتکې د سمېرنا له هوايي ډګره د پام ساحل نړیوال هوايي ډګر ته حرکت کړی و.
د رادرفورډ سیمې چارواکو دغه راز ویلي چې سیمې ته یې ژغورونکې او پلټونکې ډلې استولي دي.











