د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار وايي،ولسمشر محمد اشرف غني سولې ته اراده لري، خو په خبره یې خپل ټیم یې ډاډ نه شي ورکولائ.
حکمتیار وايي، له ولسمشر غني سره په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې پر ځینو مسائلو هوکړې ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني په دې وروستیو کې د سولې وروستیو پرمختګونو او نورو اړوند مسائیلو په اړه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي.
حکمتیار دا هم وویل، که چیري افغان حکومت د پرېکړو په اړه یوه واحده اجماع رامنځته نه کړي، سیاسي حزبونه به خپله پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړه،د ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتنه کې استانبول ناستې ته د یوې واحدې طرحې سره د حکمتیار پر ګډون او له یادې ناستې ملاتړ، انتقالي حکومت، د طالبانو په ګډون د پرېکړو کولو د شورا رامنځته کول، د طالبانو او حزب اسلامي د ټولو بندیانو ازادولو باندې توافق وشو.
حکمتیار پر طالبانو هم غږ وکړ،چې د زور او جګړې پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.
د نوموړي په وینا،د طالبانو له خوا په زور سره د واک تر لاسه کول به نورې ستونزې رامنځته کړي.











