د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن په ویرجینیا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي.
بایډن وايي، د ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په دغه هېواد کې د القاعده او نورو وسله والو ډلو فعالیتونه څاري.
بایډن ټینګار کړی، د القاعدې او داعش د بریدونو تر ټولو لوی ګواښ او احتمال تر دې وروسته له افغانستان نه دی.
بایډن کوم ځای نه دی ځانګړی کړی، خو ویلي یې دي،چې دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی،چې د داعش په ګډون د القاعدې او تنظیمي جوړښتونو لپاره پکې زمینه برابره ده.











