د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، بهرنیو ځواکونو تېره ورځ افغان ځواکونو ته یوه پوځي اډه وسپارله. د اډې سپارلو په دغو مراسمو کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل سکاټ میلر او د دفاع وزارت مرستیال هم ګډون کړی و.
دفاع وزارت ویلي، جنرال میلر افغان ځواکونو سره د تمویل او تجهیز ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې له وتلو وروسته به هم د خپلو افغان متحدینو پالنې ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې هم بهرنیو پوځیانو په یو شمیر ولایتونو کې خپلې اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
د مالوماتو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۲۵ سلنه بهرنیان له افغانستانه وتلي، پنځه نظامي مرکزونه افغان حکومت ته سپارل شوي، ۱۶۰ الوتکې، نظامي وسایل او تجهیزات له افغانستانه انتقال شوي او شاوخوا لس زره قطعې تجهیزات د لوژستیک نماینده ګۍ ته د تخریب لپاره لېږل شوي دي.











