ځايي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان بیار خان ماین چاودنه کې وژل شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي، چاودنه پرون شپه په سروضې ولسوالۍ کې شوې، چې پایله کې یې د دغې ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان بیار خان چې اوسمهال یې د ساتنمن په توګه دنده ترسره کوله، وژل شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.











