د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سیاسي پرېکړو کې نور د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب حضور نه مني.
یاد وزارت ویلي، دوی د محب وروستیو څرګندونو په اړه له افغان حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.
د یاد وزارت په خبره، د محب وروستۍ څرګندونې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو خلاف دي.
پاکستان دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شاه وباله او د دغه هېواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې وکړې.











