سرچینې وايي، وسله والو غلو نن سهار لښکرګاه ښار کې څلور وروڼه چې صرافان وو، په ډزو ویشتلي دي.
د صرافانو ځايي ټولنه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې ویشتل شوي څلور کسان وروڼه دي، چې یوه یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
یاده ټولنه زیاتوي چې د درې نورو وروڼو روغتیايي وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.
ویل کېږي چې وسله والو غلو له دغو صرافانو څخه یوه اندازه پيسې هم تښتولي دي، خو کره شمېر یې نه دی مالوم.
ځايي امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي











