د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسله والو طالبانو له خوا بمي چاودنو او بریدونو کې شااوخوا ۸۰ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
یاد وزارت وایې، په دې موده کې ۳۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او نږدې ۴۰ تنه نور ټپيان شوي،چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حامد روشن وايي: « په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو له لوري په بېلابېلو برېدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي. »
خو طالب ویاند بیا د کورنیو چارو وزارت ادعا ردوي او زیاتوي،چې زیاته مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې اوښتې ده.
بل پلو یو شمیر سیاسي شنونکي بیا په وروستیو هدفي وژنو او چاودنو کې د سیمې استخباراتو او ګاونډیو هېوادونو لاس بولي،چې غواړي د سولې بهیر پیچلی او ناکام کړي.
د کندز پخوانی والي عمر ساپی وايي:« زه فکر کوم،د روانو نا امنیو ترشاه یو شمېر هېوادونه لاس لري او په سیستماتیکه توګه هڅه کوي،ترڅو د سولې پروسه ټکنۍ کړي.»
یوازې پرون شپه په ننګرهار، فراه، کاپسیا او پروان ولایتونو کې درې تنه قومي مشران د د نامالومه کسانو له لوري ترور شوي دي.
دجمعې په ورځ د هلمند ګرشک ولسوالۍ بازار کې د ملکي وګړو په موټر د هاوان مرمۍ لګېدو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د بشري حقونو سازمان بیا دغه وضعیت اندېښمن کړی او د جګړې پر ښکیلو خواوو یې غږ کړی دی،چې جګړه کې دې له ملکي وګړو قرباني نه اخلي.
د افغانستان بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي: « د پېښو عاملین باید د حکومت او جرمنو نړیوالې محکمې له لوري ونیول شي. دوی ته باید جزا ورکړل شي.»
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې،یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نښتو، بمي چاودنو،د هاوان مرمۍ لګېدو او د هدفي بریدونو له امله ۱۳ تنه ملکي وګړي،چې درې تنه قومي مشران او درې تنه ښځې په کې شاملې دي، وژل شوي او ټپيان دي.
د یادو پېښو مسوولیت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.











