د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جیو بایډن له افغانستانه د ټولو بهرنیو او امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال سپټمبر میاشت ټاکلی وخت اعلان کړ،خو اوس داسې هڅې روانې دي، چې ښايي امریکایان له وخت وړاندې ووځي.
د امریکا دفاع وزیر، چې د کانګرس بودیجې کمېټې ته یې خبرې کولې ویلي، له افغانستانه یې د وتلو ماموریت نږدې پنځه ویشت سلنه بشپړ شوی او له همدې امله خوشحاله دی.
دفاع وزیر لویډ آسټن وايي: « که څه هم ولسمشر جو بایډن موږ ته ویلي، چې د سپټمبر تر یوولسمې ټول ځواکونه له افغانستانه وباسو،خو زه تاسو ته ویلی شم، چې د سرتېرو اېستلو بهیر اوس چټک روان دی. موږ، چې افغانستان ته د کومې موخې لپاره تللي وو،هغه مو ترلاسه کړې او زه د دې لپاره له ټولو سرتېرو مننه کوم او ورباندې ویاړم.))
د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو له اعلان وروسته طالبانو کندهار کې پر امریکایي بیس برید وکړ.
امریکا د ګواښ خبره کړې وه، خو د یوې میاشتې په پوره کېدو سره بیا د دواړو لورو ترمنځ کوم ټکر نه ده راغلی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري.
هغه وړم کال ویلي وو، که بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي، حکومت یې د شپږو میاشتو لپاره دوام نه شي کولائ. ولسمشر اوس ډاډه ښکاري، چې حکومت به یې د طالبانو د جګړې له امله نسکور نه شي او افغان ځواکونه به اجازه ورنه کړي، چې دغه ډله سیمې او ولایتونه سقوط کړي.
ولسمشر غني له طالبانو غوښتي دي، چې د روغې جوړې په فکر کې شي.
امریکایانو او ناټو ځواکونو ډېری هغه مرکزونه چې دوی په کې دېره وو، اوس یې ورو ورو افغان دولت ته سپاري.
تازه ناټو د کابل په ختیځه څنډه کې د نوي کابل پوځي کمپ دفاع وزارت ته وسپاره.
دا مرکز د ده سبز په نوي ښار کې دی، چې کلونه پکې بهرني ځواکونه مېشت وو.
له دې سره د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز مارک مېلي بیا ویلي، د ځواکونو له وتو سره ژباړونکي او هغه کسان چې امریکایانو سره یې کار کړی، د ویزو ورکړې بهیر یې چټک کړی.
هغه وايي: « زه پوهېږم، چې پام وړ افغانانو د امریکا متحده ایالتونو او ټلوالې ملاتړ کړی او ښايي په ګواښ کې وي، خو مهمه مسله دا ده، چې اوس موږ دغو افغانانو ته ژمن واوسو او د دوی د خوندیتوب لپاره اړین کارونه وکړو.»
په همدې حال کې بریټانوي ورځپاڼو ویلي، امریکا ۶ سوه ځواکونه د طالبانو له دې ویرې چې کابل ته سقوط ور نه کړي، افغانستان کې پرېږدي.
له دې سره داهم ویل شوي، چې امریکا په پام کې لري، د کابل هوایي ډګر ترکي ځواکونو ته وسپاري.
طالبانو بیا د امریکا او نړیوالې ټولنې له پوځي او استخبارتي حضور سره کلک مخالفت کړی دی.











