د فوټبال فدراسیون وايي، افغان لوبډله به نن په متحده عرب اماراتو کې د سنګاپور پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ولاړه شي.
د یاد فدراسیون په خبره، چې دا سیالۍ به د افغانستان پر وخت د شپې ۸ بجې پيل شي.
تر دې وړاندې افغان ملي لوبډلې له اندونیزیا سره دوستانه سیالۍ درې د دوو پر وړاندې ګټلې وه.
د یادو دوستانه سیالیو هدف د نړیوال او اسیا جام د غوراوي لپاره د چمتوالی ښودل شوی دی.











