د ملي دفاع وزارت وايې، د هېواد په بېلابېلو سېمو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۱۰ طالبان وژل شوي، ۹۵ ټپیان او درې نور نیول شوي دي.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې،چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بغلان، بدخشان او کندز ولایتونو کې اوښتې ده.
د یو بل خبر له مخې طالبانو پرون شپه د بدخشان د وردوج او یمګان ولسوالیو له لارې د لاجوردو په کانونو بریدونه کړي،خو د افغان ځواکونو مقاومت بېرته شاتګ ته اړ کړي دي.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، په دغو بریدونو کې له طالبانو سره بهرني وسله وال هم وو، خو د افغان ګډو ځواکونو سخت مقاومت بیرته شاتګ ته اړ کړي دي.
طالبانو بیا تر اوسه پورې د شوې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











