د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالات تمه لري چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د نه شتون تشه په مالي مرستو ډکه کړي.
ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲م مالي کال له پاره د ۷۱۵ میلیارده ډالره دفاعي بودېجي اعلان کړی چې ۳،۳ میلیارده ډالره یې افغان ځواکونو ته ځانګړي شوي دي.
په یاد وړاندیز کې د تېر کال په پرتله افغان ځواکونو سره د مرستې کچه ۳۰۰ میلیونه ډالره زیاته شوې.
نړیوالې رسنۍ وايي، که د امریکا کانګرېس یاده طرحه تایید کړي، دا پیسې به د افغان ځواکونو پر روزنې او تجهیزاتو ولګول شي.
له دې اخوا ښايي افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ملکي مرستو کې هم زیاتوالی را شي.
یاد وزارت ویلي چې دوی د ۲۰۲۲ کال لپاره د بودېجې په وړاندیز کې د افغانستان لپاره ۳۶۰ میلیونه ډالره وړاندیز کړی، چې د پخوا په پرتله ۳۴ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پیسې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د مخدره توکو د سوداګرۍ مخنیوي او دغه راز د ښځو حقونو ساتنې په برخو ولګول شي.











